زرنج (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۰): په نیمروز کې د یوه موټر چپه کېدو له امله یوه ښځه او یو سړی مړه شوي دي.
د نیمروز امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول بهرام حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د نیمروز د خاشرود او دلارام ولسوالیو ترمنځ سیمه کې یو موټر چپه شوی چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.
حقمل زیاته کړه چې د یادو دوو کسانو مړي د امنیتي ځواکونو له خوا د نیمروز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه د موټر د نوعیت په اړه جرئیات ورنه کړل.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هېواد په څو ولایتونو کې د ورښتونو له کبله ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 119
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن