ژبه

زابل او هلمند کې دوه ماشومان برمو ته لوېدلي؛ یو مړ، بل ژغورل شوی

محمديوسف منګل

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۴۲

Views: ۲

کلات (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): چارواکي وایي، په زابل کې یو پنځه کلن ماشوم برمې ته له لوېدو وروسته په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی، خو په هلمند کې یو درې کلن ماشوم له شاوخوا ۳۰ متره ژورې برمې ژوندی ژغورل شوی دی.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ذبیح الله جوهر د سه‌شنبې په ورځ پژواک ته وویل، دغه پنځه کلن ماشوم پرون دوشنبه مازدیګر د دغې ولسوالۍ د دویمې حوزې اړوند سیمه کې برمې ته لوېدلی وو.

هغه زیاته کړه، چې د پېښې له خبرېدو سره سم د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې او د شپې شاوخوا ۱۲ بجې یې ماشوم له برمې راوایست خو ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله ساه ورکړې وه.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د درېیمې حوزې اړوندن سیمه کې درې کلن ماشوم هلال احمد شاوخوا ۳۰ متره ژورې برمې ته لوېدلی وو.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصیر احمد مهاجر وایي، امنیتي ځواکونه د دې پېښې له خبرېدو سره سم سیمې ته ورسېدل او ماشوم یې له برمې څخه په بریالیتوب وژغوره.

د هغه په وینا، د ماشوم روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د لا ښې درملنې لپاره سیمه‌ییز روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

په جنوبي ولایتونو کې وخت ناوخت برمو ته د ماشومانو د لوېدو ورته پېښې رامنځته کېږي.

چارواکو په وار وار له خلکو غوښتي چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د برمو سرونه په خوندي ډول پټ کړي.