منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

نيمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې‌ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۷ کتنې

زرنج (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د زرنج ـ دلارام پر لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد قدرت پژواک ته وویل چې دغه ترافیکي پېښه د زرنج ـ دلارام لویې لارې د عمومي کنډک د لومړي ټولي اړوند د «ختیځ زنځیر» په سیمه کې شوې ده.

هغه د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي وبلله او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال کړي دي.