پلعلم (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د لوګر سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولايت په مرکز پلعلم ښار کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي له امله يې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي پژواک ته وویل چې یاده پېښه تېره شپه د مرکز پلعلم ښار د کډوالو ښارګوټي کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي چې له ډلې يې يوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او پاتې درې نور چې روغتيايي حالت يې نازک و، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
د ابدالي په خبره چې تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی او امنیتي ځواکونو د موضوع په اړه پلټنې پیل کړې دي.