Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې پر ۳۰۰ جريبه ځمکه د مالټو باغونه جوړېږي

جلال اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار کانال رياست له لوري پر نږدې ۳۰۰ جريبه هغې ځمکې چې له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې شاړه پرته وه، د مالټو باغونه جوړېږي.

د دغو باغونو جوړېدو چارې نن پيل شوې او مسوولين وايي چې په جوړېدو سره به يې د مالټو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی راشي.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام رحمن د دغو باغونو د کارونو د پرانيستې پر مهال وویل چې د ننګرهار وادي کرنیز ریاست اړوند څلورم فارم دويم بلاک سيمې پر ۲۹۸ جریبه ځمکه د مالټو باغونه جوړېږي.

نوموړي وايي: ((دغه ځمکه چې شاوخوا ۴۰ کلونه ترې هيڅ د کښت او کر لپاره ګټه نه وه پورته شوې، مخروبه وه، دا دی اوس پرې د دوو کرنیزو شرکتونو سپین غر باختر او دراني کرنیز شرکت له لوري د مالټو باغونه جوړېږي.))

هغه زياته کړه چې د دغو باغونو رغونه او ساتنه کې به په مستقيم ډول ۶۰ کسانو ته او په غير مستقيم ډول لسګونو نورو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

د مولوي غلام رحمن په خبره چې د دغو باغونو له جوړېدو سره به د هېوادوالو خدمت ته خپله وطنۍ مالټه وړاندې شي او تر ډېره به د پردیو له احتیاجه خلاص شي.

دی وايي چې د دغو باغونو په رغولو به ياد خصوصي شرکتونه تر لس میليونه افغانيو لګښت وکړي چې د څو کلونو لپاره به ترې ګټه همدغه شرکتونه په نيمايي اخلي او بيا به د دولت ملکيت ګرځي.

د سپين غر باختر شرکت يوه مسوول سيد ميران وويل چې له دې چارې يې موخه په هېواد کې پانګونه، خلکو ته د کار زمينه برابرول، د هېواد د حاصلاتو لوړېدل او د پرديو له احتياجه د هېوادوالو خلاصون دی.

له دې مخکې هم په تېرو څو ورځو کې په نږدې ۷۰۰ جريبه ځمکه باندې د کانال ادارې له لوري د خصوصي سکټور په همکارۍ د مالټو د باغونو رغولو چارې پيل شوې وې.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.