ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

author avatar
24 Jan 2022 - 16:00
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي
author avatar
24 Jan 2022 - 16:00

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰): د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي.

د بښنې نړیوال سازمان نن (د سلواغې ۴مه) په یوه ټويټ کې د زده کړې نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې ښوونځي دې د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.

دغه راز یاد سازمان ویلي چې ۱۲۹ ورځې کېږي نجونې له ښوونخيو  پاتې دي او د افغانستان نجونې د زده کړو له اساسي حقونو لرې پاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د «اسلامي امارت» په راتلو سره تر اوسه له ۷ څخه د لوړ ټولګيو دراوزې د نجونو پر مخ بندې دي.

په همدې حال کې څو ورځې مخکې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، حکومت تصمیم لري چې نوي کال کې نجونو ته د ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړي.

د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پژواک ته وویل: «اسلامي امارت» په ډاګه ویلي چې د نجونو او هلکانو لپاره به له لومړنۍ زده کړې نیولې ان تر لوړو زده کړو پورې د درس ښه زمینه برابره کړي او پر خپله دې ژمنه ولاړ دي.

هغه زیاته کړه چې «اسلامي امارت» لاس په کار شوی څو خپل چمتووالی بشپړ کړي او هیله من دی د راتلونکي ښوونیز کال په پیلېدو سره ټول هلکان او نجونې ښووځيو او پوهنتونونو ته لاړ شي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.