کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان بانک اعلان وکړ چې افغانستان ته د بشري مرستو په دوام نن ۳۲ میلیون ډالري نورې بستې دغه هېواد ته راورسېدې.
دغه بانک پر خپله ټویټر پاڼه د یاد مطلب د بیان تر څنګ لیکلي چې د نړیوالې ټولنې له بشردوستانه مرستو هرکلی کوي او په دې برخه کې د ډېرو مرستو غوښتنه کوي.
سرچینه د یادو پیسو په تړوا له جزیاتو پرته زیاتوي، د هر هغه اصولي اقدام هرکلی یې کړی چې هېواد ته د بهرنیو اسعارو د واردېدو لامل کېږي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې (د سلواغې په درېیمه) هم کابل ته د بشردوستانه مرستو ۳۲ میلیون امریکايي ډالر رسېدلي و. د افغانستان بانک ویلي و چې دغه پیسې د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته سپارل شوې دي.
د تېر حکومت تر سقوط وروسته کله چې اوسنی حکومت واک ته ورسېد، امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه او د افغانستان پر بانکونو یې محدودیتونه لګولي دي.
د امریکا د دغه اقدام له امله افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شو او افغانیو هم د تېر په پرتله خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
د روان کال د زمري په دویمه د یوه امریکايي ډالر ارزښت شاوخوا ۷۹.۵ افغانۍ و، خو اوس یو امریکايي ډالر به ۱۰۴ افغانۍ تبادله کېږي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن