لښکرګاه (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د هلمند چارواکي وايي چې په ياد ولايت کې په درېيو جلا ترافيکي پېښو کې يو کس مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
يادې پېښې تېره ورځ د هلمند په ګرشک، باباجي او نهرسراج ولسواليو کې شوې دي.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مطبوعاتو امر مولوي محمد قاسم ریاض نن پژواک خبري ژانس ته وویل چې پرون د باباجي ولسوالۍ په لوی مانده سيمه کې د يو رينجر موټر چپه کېدو له امله يو ملکي کس مړ شوی او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي دغه راز زياته کړه چې پرون د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه لوکسل له ويټس موټر سره ټکر کړی او له امله يې ۸ کسان ټپيان شوي دي.
نوموړی دغه راز وايي چې په نهر سراج ولسوالۍ کې هم پرون ناوخته يوه ترافيکي پېښه رامنځته شوه خو مرګ ژوبله نه لري.
دی وايي چې د پېښو ټپيان د بست او ګرشک ولسوالۍ ايمرجنسي روغتونونو ته لېږدول شوي او د روغتيايي وضعيت په اړه يې ډاکټرانو ډاډ ورکړی دی.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن