لښکرګاه (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د هلمند د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د پولیو واکسین په سم ډول نه دی تطبیق شوی او ګڼ ماشومان واکسین شوي نه دي.
د هلمند د عامې روغتيا رييس مولوي احمد الغازي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ګوزڼ واکسين په تېرو دوو پړاوونو کې ډېر ماشومان له یاد واکسينه پاتې دي.
هغه وویل چې په هلمند کې یې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او نړیوال روغتیایي سازمان (WHO) له مسوولینو سره خبرې کړې، څو په نورو پړاوونو کې د یادې ستونزې مخنیوی وشي.
هغه زياته کړه چې يونيسف او ډبلیو. اېچ. او مخکې په پام کې درلودل چې واکسيناتوران باید کور په کور وګرځي او دغه بهیر تطبیق کړي، خو په خپل پروګرام کې يې بدلون راوست او د واکسین کمپاین یې په جوماتونو کې تطبیق کړ چې له امله يې يو شمېر ماشومان له واکسينه بې برخې پاتې شوي دي.
هغه وویل، د هلمند عامې روغتیا ریاست هڅه کوي چې په راتلونکي کې هيڅ ماشوم له واکسینه بې برخې نه شي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکتر سهیل احمد هم پژواک ته وویل: «په تېرو پړاوونو کې په هلمند کې ۵۸سلنه ماشومان چې شمېر یې ۴۹۸۶۳ ته رسېږي، واکسین شوي او ۴۲سلنه یې د واکسین له اخیستو پاتې دي.
بلخوا د هلمند د نادعلي او مارجې ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې ماشومان يې نه دي واکسين شوي او غواړي چې خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي.
د نادعلي ولسوالۍ د کوفي سيمې اوسېدونکي اخترمحمد پژواک اژانس ته وويل، د دوى په کلي کې ماشومان له واکسينه محروم شوي دي.
هغه زیاته کړه: «موږ غواړو چې ماشومان مو واکسین شي.»
نوموړی د هلمند عامې روغتيا له ریاسته غواړي چې د واکسين د تطبیق په برخه کې باید داسې کسان وګوماري چې په دغه ولايت کې هيڅ ماشوم د واکسين له تطبیقه پاتې نه شي.
د مارجې ولسوالۍ د وکیل وزیر څلورلارې سيمې اوسېدونکي صالح محمد هم پژواک ته وويل چې له څو کلونو راهيسې د واکسين د تطبیق هيڅ رضاکار د دوى ځاى ته نه دى ورغلى.
هفه زیاته کړه: «یوازې خبر شوم چې واکسین پیل شوی، خو زموږ کلي ته واکسیناتوران نه دي راغلي.»
نوموړي د عامې روغتيا له مسوولينو وغوښتل چې کلیو ته د واکسيناسيون ټېمونه ور واستوي او ماشومان یې له فلجه وژغوري.
د يادونې ده، د ګوزڼ واکسين کمپاين د سلواغې مياشتې په وروستیو کې په ټول هېواد کې تطبیق شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP