جلال اباد (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): ننګرهار کې روغتيايي چارواکي وايي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې دغه ولايت کې د کرونا د مثبتو پېښو د ثبت شمېر ډېر شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال له ۲۸۳ تنو د کرونا ویروس سمپلونه اخیستل شوي چې ۱۸۳ یې مثبت ثابت شوي دي.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل پژواک اژانس ته وويل چې له لسو ورځو راهیسې د کرونا څپه یو وار بیا مخ په لوړېدو ده.
هغه وايي چې په تېرو په ۲۴ ساعتونو کې يو تن د کرونا له امله مړ شوى هم دى.
هغه وویل، چې په ځینو ناروغانو کې د اومیکرون نښې او علایم هم ښکاره شوي خو دقیقه نه ده.
ډاکټر عادل وایي، دوی د کرونا ویروس د مهار لپاره بشپړ چمتوالی لري خو له خلکو هم غواړي چې په کنټرول کې یې مرسته وکړي او د ځان ژغورنې لپاره دې ټولې طبي لارښوونې عملي کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، په تورخم ښارګوټي کې يې له کوزې پښتونخوا څخه د راتلونکو کسانو د معاینې لپاره ټیمونه ګومارلي، تر څو هغه کسان تشخیص کړي چې په دغه ویروس اخته شوي دي.
د کرونا مخ په زیاتېدونکو پېښو په اړه اندېښنې ډېرې دي او خلک غوښتنه کوي، چې د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره باید نړیوال مرسته کوونکي بنسټونه خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکي خان زمان پژواک اژانس ته وويل چې روغتيا رياست دې له اوسه د اکيسجن او بستر په برخه کې اسانتیاوې ډېرې کړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم څو ورځې وړاندې تاييد کړه چې هېواد کې د کرونا د نوې بڼې اومکيرون پېښې ليدل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP