Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰): د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) د دغه ولايت په مرکز کې اته زره اړو کورنيو د نغدي مرستې وېش پيل کړ.

د هلمند د کار او ټولنیزو چارو رییس انجنیر حبیب الله دین دوست نن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه نغدي مرسته چې د خوړو نړيوال پروګرام له خوا چمتو شوې ده او هرې کورنۍ ته ۶۱۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

دی زياتوي چې دغه مرستې يوازې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې اړو کورنيو ته وېشل کېږي.

هغه دغه راز وايي چې مستحقې کورنۍ پخوا د يوې شفافې سروې په ترڅ کې انتخاب او تر اوسه پر ۲۵۱۸ کورنيو مرستې وېشل شوې دي.

دین دوست دا هم وويل چې د ياد ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې هم سروې روانه ده او هلته به هم ۵زره مستحقې کورنۍ انتخاب شي.

بلخوا يو شمېر اړمن کسان وايي چې دغه مرسته د دوی لپاره بسنه نه کوي او نوره مرسته دې هم ورسره وشي.

د ناوې ولسوالۍ یوه معلول اوسېدونکي نقیب الله چې اوس د لښکرګاه په درېيمه ناحيه کې اوسېږي، پژواک ته يې وويل: "د دې مرستې په ترلاسه کولو خوښ يم، خو دا بسنه نه کوي؛ ځکه د هر شي بيې لوړې شوې او لګښتونه زيات دي، نو بايد نورې مرستې هم راسره وشي."

دغه راز د لښکرګاه د درېيمې ناحيې اوسېدونکی محمد نبي وايي: "زموږ کورونه د تېرو جګړو پر مهال په لومړۍ کرښه کې وو، له خپلو مېنو بېځایه شوي وو، خو اوس په سختو اقتصادي ستونزو کې راګیر يو، نورو مرستو ته اړتيا لرو، دا مرسته بسنه نه کوي."

نوموړي هم له خیریه بنسټونو غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې مرستې جاري وساتي.

له دې مخکې هم په هلمند کې د ځینو موسسو له خوا له زرګونو کورنیو سره نغدي او غير نغدي مرستې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.