ګردېز (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د پکتیا پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو استادانو د افغانستان د بانکي زېرمې په اړه د جوبايډن ناسمه پرېکړه وغندله او د کنګل شويو پيسو د خلاصولو غوښتنه يې وکړه.

دغه څرګندونې د پکتيا پوهنتون استادانو د کب په لومړۍ نېټه د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

د پکتيا پوهنتون ریيس پوهنمل عبيدالله اخندزاده وويل، کنګل شوې شتمني ددولت نه، بلکې د ټولوافغانانو ده او کنګل کول يې د افغانستان له ولس سره خيانت دى.

نوموړي وويل:((موږ عدالت غواړو، د امریکا له خوا د افغان ولس دکنګل شویو پیسو غلا کول او په خپل سر تصرف په کې کول د يوه هېواد او ملت ترټولو انساني او اخلاقي ټیټوالی ښيي.))

دده په خبره، ټول افغانان د دې پيسو غوښتنونکي دي او پر نړيواله ټولنه او د بشر حقونو پر ادارو غږ کوو چې دوى دې هم د افغانانو د غوښتنې ملاتړ وکړي.

د پکتيا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد دولت خان جوهر وويل: ((کله چې د افغانستان پيسې کنګل شوې له هغې راهيسې د افغانیو ارزښت هم ټیټ شوى او که چيرې دغه پيسې خلاصې نه شي نو پر افغانيو به نور هم منفي اثر وکړي.))

ده وويل، دا هغه پيسې دي چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان له ملي بودجې څخه ځانګړې کېدې تر څو د افغانيو ارزښت لوړ وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سلواغې په ۲۲مه د یادې شتمنۍ وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ؛ د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني پر دوو مساوي برخو وېشل شوې ده.

د فرمان له مخې، ټاکل شوې د دغو پیسو نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړل شي او پاتې نورې د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته یې د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.

دغه فرمان د افغانانو له سختو غبرګونونه سره مخ شوی، وایي یاده پانګه د دوی ده او امریکا حق نه لري چې دغه پیسې په غرامت کې ورکړي.

خو سپېنې ماڼۍ ویلي وه چې د افغانستان د شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه به د محکمې تر حکم وروسته پلې شي.