پلخمري (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د بغلان د فوايد عامې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت د نهرين او بورکې ولسواليو ترمنځ د شپږ کيلومتره سړک د جغل اچونې چارې د يوې اوونۍ په اوږدو کې پاى ته ورسېدې.
د بغلان د ټولګټو چارو ریاست د اداري چارو مسوول بهیر شینواري د کب په ۷ مه پژواک اژانس ته وویل چې د نهرین او بورکې ولسوالیو ترمنځ د تاوه شخ کوتل سړک د جغل اچونې چارې پاى ته ورسېدې.
هغه وايي: ((له تېرو څوکلونو راهیسې د دغه سړک جوړونې ته پام نه و شوی، ولایت مقام د غوښتنې پر اساس د ټولګټو چارو ریاست په یوه اوونۍ کې د شپږ کیلو متره سړک هوارولو او جغل اچولو چارې پاى ته ورسولې.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه سړک ډېر ويجاړ شوى و چې له امله يې هر عادي موټر پرې تګ راتګ نه شو کولاى او خلک له ستونزو سره مخ وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن