Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د شپږ کيلومتره سړک د جغل اچونې چارې پاى ته ورسېدې

پلخمري (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د بغلان د فوايد عامې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت د نهرين او بورکې ولسواليو ترمنځ د شپږ کيلومتره سړک د جغل اچونې چارې د يوې اوونۍ په اوږدو کې پاى ته ورسېدې.

د بغلان د ټولګټو چارو ریاست د اداري چارو مسوول بهیر شینواري د کب په ۷ مه پژواک اژانس ته وویل چې د نهرین او بورکې ولسوالیو ترمنځ د تاوه شخ کوتل سړک د جغل اچونې چارې پاى ته ورسېدې.

هغه وايي: ((له تېرو څوکلونو راهیسې د دغه سړک جوړونې ته پام نه و شوی،  ولایت مقام د غوښتنې پر اساس د ټولګټو چارو ریاست په یوه اوونۍ کې د شپږ کیلو متره سړک هوارولو او جغل اچولو چارې پاى ته ورسولې.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه سړک ډېر ويجاړ شوى و چې له امله يې هر عادي موټر پرې تګ راتګ نه شو کولاى او خلک له ستونزو سره مخ وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.