جلال اباد (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۰): په افغانستان کې د پاکستان سفير ننګرهار ته د سفر پرمهال د دغه ولايت له سوداګرو سره په ليدنه کې ټينګار کړی چې تورخم او نورو سوداګریزو لارو کې بايد د سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې شي.
منصور احمد خان ويلي چې په افغانستان کې تېرو شاوخوا پنځو لسيزو جګړو او ګډوډيو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ترڅنګ ګڼې اړيکې زيانمنې کړې دي.
نوموړي دا څرګندونې پرون مازيګر ناوخته په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه کې له سوداګرو او نورو ځايي اوسېدونکو سره د ليدنې پرمهال وکړې.
په دې ناسته کې ځايي اوسېدونکو او سوداګرو د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ راتګ او ترانزيټ په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ګلمراد عرب د تورخم له لارې د افغان سوداګرو د شته ستونزو په تړاو خبرې وکړې او يادونه يې وکړه چې په پاکستان کې د ډېمرېج په نامه له سوداګرو پيسې اخیستل کېږي او دغه راز يې نيوکه وکړه چې اپټا تړون په سمه توګه نه عملي کېږي.
هغه زياته کړه: ((پخوا به په تورخم زر یا دوولس سوه سوداګریزو لاریو په ورځ کې تګ راتګ کاوه چې اوس يې شمېر پنځه سوو ته راښکته شوی چې دا لويه ستونزه ده.))
يو بل سوداګر ډاکټر مخلص وویل چې لا هم د اپټا تړون په سمه توګه نه عملي کېږي او د افغان سوداګرو پر وړاندې پاکستان کې ډېرې ستونزې موجودې دي.
نوموړی وايي: ((د تورخم هغه لورته د ایف سي والا د اپټا د تړون خلاف د سوداګریزو لاریو پلټنه کوي او د ډیمرچ په نامه له افغان سوداګرو ډېرې پیسې اخیستل کیږي او ګڼې نورې ستونزې شته چې سوداګري يې زیانمنه کړې ده.))
دغه راز قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو د پاکستان له سفير څخه وغوښتل چې پاکستان دې له افغانستان سره ښه ګاونډيتوب ثابت کړي او ټولې هغه ستونزو دې حل کړي کومې چې دغه هېواد ته د سفر پرمهال ځای اوسېدونکي او سوداګر ورسره مخ دي.
قومي مشر نجيب الله صاحبزاده غوښتنه وکړه چې پاکستان دې د ننګرهار ولايت اوسېدونکو ته د تورخم له لارې په تذکره د تګ راتګ اجازه ورکړي.
په همدې حال کې په ننګرهار کې د بهرنيو چارو رييس مولوي فضل الهادي احمد وويل، اسلامي امارت له پاکستان سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له پاکستاني چارواکو يې هيله دا ده چې سوداګر او مسافرو د تګ راتګ پرمهال ګڼې اسانتياوې رامنځته کړي.
دی وايي: ((ددې وخت راغلی چې اسلامي امارت دوی ته د دوی د مال او سر د خوندیتوب ډاډ ورکوي او له تاسو مو هیله داده چې تاسې هم د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړئ.))
د پاکستان سفير منصور احمد خان وويل چې د تېرو شاوخوا پنځو لسيزو جګړې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ ګڼې نورې اړيکې زيانمنې کړې چې له سره به يي ورغوي او ټولو پرتو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
دی وايي: ((په تېرو پنځوسو کلونو جګړو کې د افغانستان ترڅنګ پاکستان هم زیانمن شوی دی، زموږ ترمنځ پرتې ستونزې او مشکلات باید موږ خپله حل کړو.))
د پاکستان سفير همداراز په خپلو خبرو کې ډېر ژر له ننګرهار څخه د پاک -افغان دوستۍ بسونو د پيلېدو او له ننګرهار څخه پېښور ته د ناروغانو د لېږدولو په پار د امبولانسونو د تګ راتګ د لړۍ د پيل کېدو ژمنه هم ورکړه.
Views: 659
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن