خوست ښار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): روغتيايي مسوولين وايي چې ديني عالمان دې د ساري ناروغيو مخنيوي ترڅنګ د پوليو واکسين د تطبيق په برخه کې هم له حکومت سره همکاري وکړي.
دغه څرګندونې په هغه دوه ورځني سيمنار کې وشوې چې نن په خوست کې د روغتيايي مسوولينو او ديني عالمانو په ګډون جوړ شو.
دغه سيمينار چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف له خوا جوړ شوی، د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو لسګونه ديني عالمانو په کې ګډون کړی دی.
د يادې ادارې يوه مسوول او د پوليو پروګرام د عامه اړيکو مشر سيد کمال شاه د سيمينار د پيل پر مهال وويل چې د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې د نړيوالو ادارو صحي برنامو د ښه تطبيق او عامه پوهاوي په برخه کې د ديني عالمانو همکاري اړينه ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې له ديني عالمانو وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونو، په ځانګړي ډول د پوليو واکسين د تطبيق په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي، څو دا وژونکې ناروغي په مطلق ډول له منځه لاړه شي.
ده زياته کړه: ((دا يو عمده لامل دی، که چېرې په خلکو کې پوهاوی کافي وای، نو دوی به په وخت سره ماشومان واکسينولای او دا ناروغي کېدای شي کلونه مخکې له منځه وړل شوې وای. متأسفانه په افغانستان کې حالات هم دې ته برابر نه وو، سيمو ته لاسرسی نه و، جنګي حالات و او هغه د دې لامل شوي وو چې د خلکو پوهاوی هم کم پاتې شي. اوس الحمدالله يو ښه فرصت دی.))
سيد کمال شاه وويل، اوس په ټول هېواد کې داسې سيمې نشته چې هغې ته دې د واکسين ټېمونه رسېدنه ونه کړي، نو دوی کوشش کوي چې له همدې فرصته ښه ګټه واخلي او په دې بريالي شي چې کم ترکمه د کال تر پايه د دې ناروغۍ خپرېدل ودروي.
دغه سيمينار ته د خوست مرستيال والي مولوي محمد انور دين پرور بيا خپلو خبرو کې د ټولنې له ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول له ديني عالمانو وغوښتل چې د دين په رڼا کې خلکو ته د پوليو ناروغۍ د وقايې او مخنيوي په برخه کې معلومات ورکړي.
هغه وايي: ((علماء کرام دا حق لري چې د دين ټول مسايل، احکام، حلال او حرام خلکو ته بيان کړي او اړه يې پوره معلومات ورکړي.))
په ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رييس مولوي صاحب ګل خالد ياد کنفرانس ته وويل چې د ساري ناروغيو مخنيوي لپاره د ټولو، په ځانګړي ډول د ديني عالمانو دا مسووليت جوړېږي، څو د عامې روغتيا له رياست سره همکاري وکړي.
نوموړي دا هم وويل چې د پوليو واکسين په اړه د شته ناسم پوهاوي د له منځه وړو په موخه د عامې روغتيا وزارت د متخصصو ډاکټرانو له خوا دغه واکسين معاينه شوی او هيڅ داسې مضر مواد نه لري، چې تطبيق يې شرعاً حرام وي.
دی زياتوي: ((دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې چې علما کرام له موږ سره د خلکو په پوهاوي کې مرسته وکړي او پر ولسونو له منبره غږ وکړي چې خپل ماشومان د روغتيايي خدماتو ترلاسه کولو لپاره روغتيايي مرکزونو ته بوځي.))
د ياد سيمينار يوه ګډونوال مولوي احسان الحق حنفي پژواک ته وويل چې د پوليو واکسين د ښه تطبيق او د خلکو د عامه پوهاوي په برخه کې د ديني عالمانو رول ډېر مهم دی؛ ځکه دوی د ټولنې بانفوذه اشخاص دي.
هغه وايي: ((پوليو يوه داسې مهلکه او ناوړه ناروغي ده چې که یې انسان تر خپلې اغېزې لاندې راوست، هيڅکله بيا د رغېدو امکان يې نشته. نو وړاندې له دې چې موږ هغې مرحلې ته ورسېږو، بايد وقايه يې کړو.))
يو شمېر نورو ديني عالمانو بيا په خپلو خبرو کې وويل چې د دغه سيمينار په ترسره کېدو سره به د ديني عالمانو په زړونو کې هغه شکونه او اشتباهات له منځه لاړ شي چې د پوليو واکسين په تړاو يې لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP