Language

سیما: کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره بولاني پلورم

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): ۴۷ کلنه سیما د مخکني حکومت یوه متقاعده کارکوونکې ده، د تقاعد حقوقو نه ترلاسه کولو او اقتصادي فقر له امله د خپلې اووه کسیزې کورنۍ د اعاشې لپاره هوسانه پخوي او دوکان کې یې پلوري.

سیما د کابل ښار د قلعه فتح الله سیمې اوسېدونکې ده چې مخکې یې د افغانستان علومو اکاډمي کې اشپزي کوله او یو کال مخکې تقاعد شوې ده.

کلونه کېږي چې سیما د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي؛ ځکه خاوند یې له څو کلونو راهیسې فلج دی او د کار توان یې له لاسه ورکړی دی.

سیما د افغانستان له علومو اکاډمي له تقاعد وروسته د خلکو کورونو کې پاک کاري کوله او له دې لارې یې د اولادونو نفقه برابروله، خو د تېر سیاسي نظام له سقوط وروسته، د فقر او بېوزلۍ ډېرېدو له امله خلکو ډېره لږه د پاک کارۍ لپاره دعوت کوله.

هغه چې د درېیو لوڼو او دوو زامنو مور ده، مجبوره وه چې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو لپاره بله لار پیدا کړي، له دې امله یې فکر وکړ چې دوکان کرایه کړي او بولاني وپلوري.

نوموړې چې د کابل ښار تایمني په ۱۳ام سړک یې یو کوچنۍ دوکان په څلور زره افغانۍ کرایه کړی، وايي، په دغه دوکان کې بولاني او منتو پلوري.

سیما چې پر بولاني پخولو بوخته وه، پژواک ته وویل: ((یو کال کېږي چې تقاعد یم، خو زما د بدبختۍ له امله دولت سقوط وکړ او نوی حکومت مې د تقاعد حقونه نه راکوي، کور کې له ډېرو ستونزو سره مخ وم، بیا مې دغه دوکان خلاص کړ، څو له دې لارې د اولادونو نفقه برابره کړم.))

نوموړې دې ته په اشاره چې تر اوسه له بولاني پخولو چندان عاید نه لري وویل، دا کار نه پرېږدي، دوام ورکوي او هیله لري چې کار یې ښه شي.

نوموړې زیاته کړه: ((د دغه کوچني دوکان کې ان څلور کسان په کې ښه نه ځایېږي څلور زره افغانۍ کرایه ورکوم، د دوو میاشتو کرایه مې یې په پور ورکړې ده، اوس کار کوم او مهربان خدای ج ته هیله لرم چې کارونه مې ښه شي.))

سیما چې یوازې بولاني پخوي او پېرېدونکو یې ترې پېري، زیاته کړه: ((پلان لرم چې که کار مې ښه شو یو دوه نورې ښځې هم راسره په کار کړم، هم به زما لاس پرې سپک شي او هم به یوه بله ښځه په کار شي.))

هغه وايي، له سلګونه ستونزو سره مخ یم، په داسې حال کې چې خاوند مې ناروغ ته له اولادونو سره زحمت باسم چې درس ووايي.

هغې زیاته کړه: ((خاوند مې ناروغ دی، کار نه شي کولای، کورنۍ کې اووه کسان یو، درې مې لوڼې دي دوه زامن، مشر زوی مې ژورنالېزم پوهنځی لوستی خو بېکاره دی، لور مې اقتصاد لوستی، په ډېرو ستونزو مې رسولي دي، زده کړو او تحصیل ته مې یې رسېدنه کړې ده.))

نوموړې هیله لري چې اولادونه یې ټول تحصیل وکړي او په کار شي، داسې ورځ راشي چې د اولادونو ثمره وڅکي او نور کار کولو ته اړتیا ونه لري.

نوموړې وویل: ((د کور ټول فشار ته ما اوږه ورکړې، څو مې اولادونه اسوده وي، درس ووايي او تحصیل وکړي، داسې ورځ راشي چې ټول مقام ته ورسېږي، د ژوند ستونزې مو ډېرې زیاتې دي، ۸۰۰۰ افغانۍ د کور کرایه ورکوو او همدا ډول نور لګښتونه، خو خدای ج روزي رسان دی.))

سیما چې د مراجعینو له کموالي شکایت کوي، وايي، باکیفیته او خوندور خواړه برابروي، د منتو یو خوراک په ۱۰۰ افغانۍ او یو بولاني په ۳۰ افغانۍ پلوري.

هغه چې د یو کال مخکې په پرتله د امنیتي وضعیت ښه کېدو په تړاو خوشاله ده هیله لري چې افغانستان کې سوله او دایمي ارامي راشي، د خلکو اقتصادي ستونزې حل او ټول افغانان په بشپړ یووالي کې ژوند وکړي.

هغه هېواد کې پر سیاسي بدلون خوشاله ده او له سرپرست حکومت غواړي: ((له اسلامي امارت مې غوښتنه داده چې هېواد کې دایمي سوله او ارامي راولي، خلکو ته ښه کسب پیدا کړي چې اقتصاد یې ښه شي.))

نوموړې له ځوانانو غواړي چې درس ووايي، هڅه وکړي او د هېواد پرمختګ کې برخه واخلي.

Related Topics