ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوولسم سپټمبر د قربانیانو کورنیو له بایډن وغوښتل چې د افغانستان پيسې خوشې کړي

د یوولسم سپټمبر د قربانیانو کورنیو له بایډن وغوښتل چې د افغانستان پيسې خوشې کړي

author avatar
3 Mar 2022 - 22:20
د یوولسم سپټمبر د قربانیانو کورنیو له بایډن وغوښتل چې د افغانستان پيسې خوشې کړي
author avatar
3 Mar 2022 - 22:20

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۰) : د امریکا دسپټمبر د ۱۱مې پيښې د قربانیانو کورنیو له خپل حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي.

شاوخوا شل کاله مخکې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر پر ۱۱مه پر امریکا د مسافر وړونکو الوتکو په وسیله بریدونه وشول چې له امله یې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر دغو بریدونو ورروسته چې د القاعده ډلې یې مسوولیت اخیستی و، امریکا پر افغانستان د القاعدې او طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل چې تر شل کلنې جګړې وروسته امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست  په ۱۵مه،  طالبانو یو ځل بیا واک ته ورسیدل خو امریکا پخپلو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا اوه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه .

بلخوا د (دي انټرسیپټ) په نامه یوې امریکایۍ ویب پاڼې د خبر له مخې،د یادې پيښې د قربانیانو کورنیو د امریکا له حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان یادې پيسې خوشې کړي، څو هلته خلک له ولږې مړه نه شي.

ټيري راک فیلر چې د سپټمبر یوولسمې پيښه کې یې خور له لاسه ورکړې، یادې ویب پاڼې ته ویلي : “دغه کار اخلاقي اړتیا لري، دغه راز د امریکا د ملي امنیت په ګټه هم ده، څو افغانستان له بشپړې تباهۍ وژغورل شي. ”

راک فیلر د ” سوله ییز راتلوونکي ” په نامه د هغې ټولنې غړې هم ده، چې د سټمبر ۱۱مې پيښې د قربانیانو کورنیو جوړه کړې او په افغانستان کې د جګړې مخالفت کوي.

ټیري راک فیلر ویلي : ” زما په اند د بایډن حکومت باید لوړه حوصله لرلی وای، دا چې د ا پيسې دا طالبانو نه دي، باید عامو افغانانو ته یې ورکړي وای. ”

لیلا مورفي د سټمبر ۱۱مې پيښې د قربانیانو د ټولنې بله غړې ده، او پلار یې په یاده پيښه کې  ژوند له لاسه ورکړی و. نوموړې انټرسیپټ رسنۍ ته ویلي، د بایډن حکومت د سیاسي فشار له ویرې د افغانانو یادې پيسې نه خوشې کوي.

امریکا وایي د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان شتمني پر چا نه وېشل کېږي. د سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو، د بايډن هڅه دا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي له همدې امله یې ۳،۵ میلیارده ډالر ازاد کړي دي، خو د پاتې شتمنۍ په اړه به محکمه پرېکړه کوي.

جین ساکي وایي د محکمې تر پرېکړې وروسته به دغه پیسې د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشل کېږي تر هغه پورې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده. بايډن څه موده مخکې په ورځ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوې اووه میلیارده ډالر شتمني دوه برخه کېږي او له دې یوازې یوه برخه یې افغانانو ته پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.

دې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او افغانان ددې غوښتونکي دي چې دغه شتمني ازاده شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره وساتل شي.

Views: 1596

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.