کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۰) : د سرپرست حکومت ویاند وایي چې امنیتي مسوولینو هغه قاتل نیولی چې په کونړولایت کې یې یو ځوان وژلی و.
ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو دوه ورځې مخکې د کونړ ولایت په شيګل ولسوالۍ کې د واده د ورا په موټر له دې امله ډزې کړي، چې موسیقي پکې چالانه وه.
عيني شاهدان وايي، چې په ډزو کې د واده د هلک ورور وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي وو. دغې پیښې د خلکو کلک غبرګونونه راپارولي وو.
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کب په ۱۴مه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د یادې پيښې قاتل نیول شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د کونړ امنیه قوماندان د وژل شوي هلک کورنۍ سره لیدلي او ورسره یې مرسته کړې ده.
د مجاهد په وینا، اوس د مقتول کورنۍ پورې تړاو لري چې له قاتل سره روغه کوي او که شرعي محکمه.
Views: 1917
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن