کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۰): مرکزي بانک اعلان کړی چې شاوخوا ۱۴ میلیون ډالر د داوطلبۍ په ترڅ کې د لیلام په بڼه پلوري.
یاد بانک نن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې سبا (د کب ۱۵مه) شاوخوا ۱۴ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي.
مرکزي بانک، له بانکونو او په شرایطو برابرو صرافیو او پولي خدماتو نه غوښتنه کوي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې مرکزي بانک د روان کال کال د کب په ۱۰مه هم ۱۴ میلیونه ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن