Language

د اوکراین ولسمشر له نړۍ وغوښتل چې د دغه هېواد هوايي حریم پر روسیه وتړي

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۰): اوکرایني چارواکو له روسیې سره د جګړې لپاره اوکراین ته د ۲۰ زره نړیوالو رضاکارو جنګیالیو له رسېدو خبر ورکړی او له نړۍ یې غوښتي چې د یاد هېواد هوایي حریم پر روسیه وتړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر نړۍ غږ کړی د هېواد هوایي حریم یې پر روسیه وتړي او روسیې ته یې خبرداری ورکړی چې هېواد یې په دې جګړه کې ټول ښکېل اړخونه مجازات کوي.

د اوکراین ولسمشر د دغه هېواد له پلازمېنې کییف څخه د تېښتې پر مهال د اتو ملکیانو د وژل کېدو په تړاو وویل: «نه یې بښو او نه یې هېروو.»

هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د منزوي کولو لپاره د لوېدیځ د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه وکړه.

دغه راز د اوکراين ولسمشر د بشري مرستو په اړه ويلي: «موږ د بشري مرستو په اړه ډېر اورېدلي، خو څه مو نه دي ليدلي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې له نظامي یرغله ۱۲ورځې تېریږي او ډېری اروپايي هېوادونو او د ناټو غړو، اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو د لېږد خبر هم ورکړی دی.

دغه راز د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر یمیترو کولیبا له سي. اېن. اېن سره په مرکه کې وویل چې شاوخوا ۲۰زره نړیوال رضاکار جنګیالي اوکراین ته د روسیې پر ضد د جګړې لپاره تللي دي.

نوموړی په داسې حال کې چې وایي، دغه جنګيالي له اروپايي هېوادونو دي، له بهرنيو جنګياليو- چې غواړي د اوکراين دفاع وکړي-غوښتي دي چې د اوکراين سفارتونو ته مراجعه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په واشنګټن ډي سي کې د اوکراین سفارت یوه استازي هم ویلي وو چې ۳۰۰۰ امریکایانو پر اوکراین د روسیې د یرغل پر وړاندې جګړې ته چمتووالی ښودلی دی.

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر سي.اېن.اېن ته ویلي: «خلکو چې کله ولیدل چې اوکراینیان جنګېږي او نه په شا کېږي، نو ډېری کسانو ته په جګړه کې د ګډون انګېزه پیدا شوه.»

کولیبا وویل، له اوکراینه د بهرنیانو د دفاع هیله مندي او په دې هېواد کې جنګېدل ډېر مهم دي څو اوکراین د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه "دوامداره سیاسي، اقتصادي او نطامِ ملاتړ" ترلاسه کړي.