Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د یوه مهم سړک جوړولو پروژه له شلو کلونو راهیسې لا هم نیمګړې پاتې ده

فراه (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): د شيخ ابو نصر فراهي له ګډې پولې د فراه تر مرکزه د غځېدلي ۱۲۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې- چې شل کاله مخکې د ایران په بلاعوضه مرسته پیل شوی- لا هم بشپړې شوې نه دي.

د دغه ترانزیټي سړک ۶۰ کیلومتره ساحه په ۱۳۸۶ لمریز کال کې جوړه شوه خو ۶۰ کیلومتره ساحه یې لا هم پاتې ده چې په دې وروستیو کې د جوړولو کار یو ځل بیا پل شوی دی.

خو د فراه اوسېدونکي وايي چې د دغه سړک جوړولو کار ټکنی دی او له حکومته غواړي چې چټک یې کړي.

د دې لارې یوه موټر چلوونکي عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو شلو کلونو کې د دې لارې یوازې ۶۰ کیلومتره ساحه پخه شوې خو ۶۰ کیلومتره یې لا هم همداسې کنډ کپر پاتې ده.

هغه زیاته کړه، پر دغه سړک له ایران څخه خوراکي او غیر خوراکي توکي افغانستان ته راوړل کېږي چې په اساسي توګه جوړول یې مهمه اړتیا ده.

دی وايي، د لارې د خرابوالي له امله تل موټر چپه کېږي، مېوه او نور خوراکي توکي پر وخت بازار ته نه رسېږي.

د ده په خبره، په دې وروستیو کې یو ځل بیا د دغه سړک جوړولو چارې پیل شوې خو ورو پر مخ ځي.

دی له حکومته د دغه مهم سړک د کار د چټکتیا غوښتنه کوي او وايي په بشپړېدو سره به یې د ساعتونو مزل یو نیم یا دوو ساعتونو ته را لنډ شي.

د محمد شاه په نوم د فراه یوه سوداګر هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه سړک جوړولو چارې ټکنی روانې دي چې باید چټکې شي.

دی وايي، پر دې لار هر کال لسګونه په خوراکي او غیر خوراکي توکو بار موټر چپه کېږي او له دې امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوړي.

د فراه د ټولګټو چارو رییس مولوي معتصم پژواک خبري اژانس ته وویل، د یاد سړک د تهداب کار بشپړ شوی او لږ پاتې دی چې له ښار سره ونښلول شي.

ده خبر ورکړ، په دې وروستیو کې د سفالت ماشینونه فراه ته را رسېدلي او ډېر ژر به د دغه سړک د سفالت چارې هم پیل شي.

معتصم پر دې لار د ځینو پلګوټو جوړولو یادونه هم کوي چې په دې وروستیو کې خراب شوي وو.

فراه د هېواد په لوېدیځ کې د هېواد له هغو ولایتونو دی چې له ایران سره ۴۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ له امله ارزښت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.