Language

په ميدان وردګو کې ۳۰۰ کسانو ته د غنمو په بدل کې د کار زمينه برابره شوه

ميدان ښار (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د ميدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د غنمو په بدل کې ۳۰۰ کسانو ته د کار څلور پروژې پيل شوې.

د دغو پروژو لپاره ۲۶ ټنه غنم ځانګړي شوي او هر کارګر ته د اووه ساعته کار په بدل کې لس کيلو غنم ورکول کېږي.

د يادو پروژو په پلې کېدو سره به د نرخ د غوزبې ۴۷۵۰ متره، د کانعزت ۷۰۰۰ متره، د شادي ۲۳۵۰ کانالونه او د سرکې ۲۰۰۰ متره کارېز چې پخوا د سېلابونو له امله ډک شوي وو، پاک شي.

د ميدان وردګو والي مولوي محمد امين چې يادې ولسوالۍ ته يې سفر کړی و، د دغه کار د پيلېدو په مراسمو کې وويل: “موږ د ولس خدمت کولو ته ژمن یوو او تل هڅه کوو چې د ولس خدمت وکړو. “

د سيمې خلک د يادو پروژو د پيلېدو له امله خوښي څرګندوي او وايي چې له يوې خوا به ځوانانو ته د کار زمينه برابره او له بلې خوا به زراعتي ځمکو ته اوبه پيدا شي.

د سرکې کلي اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې کارېز يې د تېرو سېلابونو له امله ډک شوی او اوس خوښ دی چې حکومت د غنمو په بدل کې هم خلکو ته د کار زمينه برابره کړې او هم د دوی کارېز پاکوي.