[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د کرونا له پېله تراوسه تر ۷۶۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي چې ۹۷ تنه يې روغتیايي کارکوونکي دي؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د مړینې کچه د دغه سازمان تر اعلان شوې شمیرې ډېره ده.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې- چې نن (سه شنبه، ۲ وری)- خپور شوی، ویلي چې په افغانستان له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسې د روغتیايي کارکوونکو ترمنځ د کرونا ۴۷۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې دغه پېښې تر ډېره له هرات، کابل، ننګرهار، بلخ او کونړ ولایتونو څخه ګزارش شوې دي.
د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د کرونا د خپرېدو له پېله په ټوله کې ۱۷۶ زره ۲۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې ۷۶۴۰ کسان مړه شوي دي.
په همدې حال، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر وايي چې د کرونا له خپرېدو راهیسې په افغانستان کې پر یادې ناروغۍ ۷۶۵۶ اخته ناروغان مړه شوي چې ۱۰۴ تنه يې روغتیايي کارکوونکي وو.
د هغه په وېنا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۷۶۵ اخیستل شوو بېلګو ۶۴ مثبتې پېښې وې، ۱۷۹ ناروغان رغېدلي او ۲ تنه نور د دې ناروغۍ له امله په ننګرهار کې مړه شوي دي.
[/restrict]
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن