[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی ټوماس وېسټ ویلي، هیله من دي سرپرست حکومت په راتلونکو ورځو کې د نجونو د ثانوي زدکړو په اړه پر خپله وروستۍ پرېکړه بیا غور وکړي او ټولو نجونو ته به ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.
وېسټ دا ځرګندونې د کب په ۶مه، په قطر کې د ‘دوحه فورم’ په نامه یوې نړیوالې ناستې ته وکړې. هغه وویل: “زه هیله من یم چې موږ به راتلونکو ورځو کې د دې پرېکړې (د نجونو په ثانوي زدکړو د بندیز) د بېرته اخیستو شاهدان و اوسو.”
هغه زیاته کړې “کله چې تېر اکتوبر کې سرپرست حکومت سره د لیدنو لړ کې بیا کیناستو، نو یوه غوښتنه یې راته مخې ته کېښوده. لطفآ زموږ ملکي کارکوونکي بېرته کار ته وګرځوئ .”
د نوموړي په وینا، دوی هم (اوسني حکومت سره د کار) پیل لپاره یو منطقي ټکي ته اړتیا درلوده، د نوموړي په وینا د زده کړو سکتور یوه داسې برخه وه چې نړیوالې ټولنې ته یې اهمیت درلود.
د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ وايي دوی هم هغه مهال سرپرست ته ځینې غوښتې مخې ته کېښودې.
وېسټ زیاتوي: “لومړی دا چې نجونې او مېرمنې به د هېواد هره برخه کې د هرې کچې زدکړې وکړای شي. موږ له اوسني حکومت د جمهوریت د مهال پرتله لوړ کیفیت نه غوښت. خو غوښتل مو راتلونکی نسل وګوري چې د هېواد هره برخه کې نجونې او مېرمنې زدکړې کولی شي.”
څارونکی میکانیزم او کارنده درسي نصاب هغه نورې غوښتنې دي چې ټامس ویست وايي دوی له طالبانو کړې وې.
دا په داسې حال کې چې د نوی لمریز کال پیلیدو سره په افغانستان کې تعلیمي کال هم پیل شو، خو له ژمنې سره سره د پوهنې وزارت تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.
د حکومت ددې پریکړې په غبرګون کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټوماس وېسټ په مشرۍ په دوحه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره کېدونکې خبرې لغوه کړې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP