[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱) : د لومړي ځل لپاره د څلورو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا په حضور کې د اسرائیل د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډه غونډه وکړه.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، دا ناسته پرون د اسرائیل په سوېلي سیمه کې په داسې حال کې جوړه شوې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم پکې و.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د متحده عربي اماراتو، بحرین، مراکش او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.
د یادونې ده، دغو څلورو عربي هېوادونو په دې وروستیو کې له اسرائیل سره سفارتي اړیکې جوړې او عادي کړې دي.
له یادې ناستې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې له دې مخکې د داسې غونډو جوړول ناشونی کار و.
هغه زیاته کړه، امریکا د سیمې د ثبات او اقتصادي پرمختګ اړوند د هر اقدام ملاتړ کوي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لپډني وویل چې دا ډول ناستې به اوس په دوامداره توګه ترسره کېږي.
د نوموړي په وینا، له دې ناستې سره به د دوی ګډ دښمن (ایران او ملګري یې) ويریدلي وي او له ناوړه اقداماتو به لاس پر سر شي.
د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر ګڼو موضوعاتو تفصیلي خبرې کړې چې د اوکراین موضوع هم پکې شامله وه.
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف بن راشد وویل، یادو هېوادونو پر متقابل احترام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل ګډ امنیت او پرمختګ لپاره به کار کوي.
[/restrict]
Views: 275
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن