مهترلام (پژواک، ۹وری ۱۴۰۱): د لغمان ولايت د ترافيکو مديريت وايي، نن( د وري ۹مه) د دغه ولایت په مرکز کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او څلور نور ژوبل شوي دي.
مولوي حبيب الله مبارز پژواک ته وويل چې پېښه په حيدرخانیو سيمه کې د هندي ريکشې د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.
نوموړي وویل چې پېښه د ریکشه چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP