کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): د کابل نړیوال ډګر چارواکي وايي چې د قطر پلازمېنې دوحې او کابل ترمنځ عادي الوتنې پيل شوې.
په افغانستان کې له تحول وروسته- چې کابو اووه میاشتې تېرېږي- د کابل- قطر ترمنځ ځانګړې الوتنې وې، خو په عادي ډول الوتنې درول شوې وې.
د کابل هوایي ډګر د وي ای پي برخې مسوول اسد بري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د قطر پلازمېنې او کابل ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شوې.
دی وایي چې د دغه بهیر لومړۍ الوتنه نن د اريانا افغان هوايي شرکت له کابل نه قطر ته ترسره کړه.
هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به یاد شرکت په اوونې کې د کابل- دوحې ترمنځ درې الوتنې کوي.
Views: 678
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن