Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې پنځه انسان تښتوونکي وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ١٠ وری ۱۴۰۱): په ننګرهار ولایت کې د استخباراتو رياست له لوري په جلال اباد ښار کې پنځه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام د رسنيو له دفتره نن(د وري ١٠ مه) پژواک خبري اژانس ته په راستولې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند مولوي خالص فاميليو سيمه کې د استخباراتو رياست منسوبينو عمليات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې يې پنځه انسان تښتوونکي وژلي او ورڅخه پنځه ميله کلاشينکوفونه، مرمۍ او نظامي تجهيزات هم ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه راز د استخباراتو رياست منسوبينو د چپرهار ولسوالۍ سرې کلا سيمه کې هم يو غېر مسول وسله وال نيولی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې له ياد وسله وال څخه دوه میله کلاشينکوفونه، ۱۴ شاجورونه، ۴ لاسي بمونه، يوه مخابره او نور پوځي وسایل هم تر لاسه شوي دي.

د ننګرهار ولايت استخباراتو رياست هم پر خپلې فيسبوک پاڼې دغه خبرونه خپاره کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.