کابل (پژواک ۱۱ وری ۱۴۰۱): په کابل کې ديني عالمان وايي، له زده کړو د نجونو محرومول هيڅ شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره زده کړې کولای شي.
ښوونځيو ته له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د اجازې نه ورکولو په اړه د غبرګونونو په دوام نن (پنجشنبه) په کابل کې ځينو ديني عالمانو له سرپرست حکومت وغوښتل چې د متوسطو او لېسو دورو د ښوونځيو دروازې دې د نجونو زده کوونکو پرمخ ژر خلاصې کړي.
شيخ الحديث محد نور ابراهيمي وويل: «که داسې وي چې اناثيه ښوونځي په اسلامي شريعت کې د حجاب په مراعتولو سره په ټاکلي وخت کې درس ووايي او تدریس وکړي، په دې صورت کې له اسلامي شريعت او قرآن کريم سره تضاد نه لري.»
شيخ الحديث مولوي عبدالمتين بیا وويل چې رسول الله(ص) د ښځو لپاره د چهارشنبې ورځ د هغوی د غوښتنې په اساس د مېرمنو د تعلیم لپاره ځانګړې کړې وه.
مولوي عبدالشکور وویل: «کله چې شرايط برابر وي، هيڅ ستونزه نشته، د دغو شرايطو په اساس د مېرمنو په تعلیم کې مشکل نشته او موږ له اسلامي امارته غواړو چې ژر پر افغانستان احسان وکړي او د همدې شرايطو په اساس نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.»
دغه ديني عالمان وايي، د زده کړو له ترلاسه کولو د نجونو ممانعت هيڅ شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې د اسلامي حجاب په پام کې نيولو سره زده کړې کولای شي.
په دې ناسته کې په يوه لیک کې د حکومت رهبري ته مشوره ورکړې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ژر پرانېزي.
Views: 126
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن