مزار شریف (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۱) : د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د وري په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې پېښه پرون د دوه کورنیو تر منځ د خپل منځي ستونزو او شخړې له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې په وژل شویو کې یوه ښځینه قابله او بله نارینه ده، د وژل شوې قابلې په تور دوه کورنۍ د پولیسو تر څار لاندې دي.
خو وزیري په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.
Views: 604
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن