Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې دیني عالمان: د نجونو ټول ښوونځي دې پرانیستل شي

مزارشریف (پژواک، ١٥ وري ۱۴۰۱): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر دیني عالمانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نجونو منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي هم پرانیزي.

دغه دیني عالمان چې د بلخ مرکز مزارشریف ابوذر غفاري دارلعلوم او جومات کې سره راټول شوي وو، د اسلامي امارت له مشرتابه او د پوهنې له وزیر څخه وغوښتل چې د ښوونځیو دروازې دې د ټولو نجونو پرمخ خلاصې کړي.

دوی د اسلام او شریعت په رڼا کې د نجونو د زده‌کړو پر دوام ټینګار وکړ او ويې ويل چې علم پر ټولو انسانانو (ښځو او نارینوو) فرض دی.

د بلخ دیني عالم مولوي عبدالوکیل اخوندزاده د علم زده‌کړه پر نر او ښځه فرض بولي او زیاتوي، هغه څوک چې علم لري او هغوی چې نه لري سره برابر نه دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.