کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱): د چین د نفتو ملي شرکت یوه چارواکي کابل ته د سفر پر مهال په افغانستان کې پانګه اچونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د باختر اژانس د راپور له مخې، د چین د نفتو دولتي شرکت (CNPCI) رييس هین ریومن کابل ته د سفر پر مهال پرون د رياست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې دغه شرکت غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې کتنه کې د رياست الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د چينايي شرکت د لېوالتيا هرکلى وکړ او ويې ويل چې اوس د امنيت په تامينېدو سره په افغانستان کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمينه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړې چې سرپرست حکومت له بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره د امنیت د تامین او د پانګونې د بهیر د اسانتیا په برخو کې همکاري کوي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم يو شمېر بهرنيو شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتياوې ښودلې وې.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP