مهترلام (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): د لغمان ولايت مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي ته څېرمه يوه وسله وال درې کسان پر ډزو وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند صلاح الدين زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، ياده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
زاهد زياته کړه چې اوس کشفي او امنیتي ځواکونو د برید کوونکي د نيولو لپاره هڅې روانې کړې.
خو د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالقاهر اسد بيا وويل چې په پېښه کې يو کس ټپي شوی هم دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن