منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لغمان کې یوه وسله وال درې کسان وژلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۰ کتنې

مهترلام (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): د لغمان ولايت مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي ته څېرمه يوه وسله وال درې کسان پر ډزو وژلي دي.

د دغه ولايت د والي وياند صلاح الدين زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، ياده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

زاهد زياته کړه چې اوس کشفي او امنیتي ځواکونو د برید کوونکي د نيولو لپاره هڅې روانې کړې.

خو د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالقاهر اسد بيا وويل چې په پېښه کې يو کس ټپي شوی هم دی.

اسد وویل چې د پېښې قربانیان د لغمان مرکز اړوند د کرنج سیمې اوسېدونکي دي.

د اسد په خبره چې د قاتل د نیولو لپاره د اوس لپاره مهترلام ښار کلابند دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه