پل علم (پژواک ۲۳ وری ۱۴۰۱): د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي چې دروغتیا په برخه کې د همکارې موسسې ( کف ) له لوری ورسره سل قلمه د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه .
ددې ولایت دعامې روغتیا رییس ډاکټر قدرت الله عادل پژواک اژانس ته وویل، په مرسته شویو طبي وسایلو کې د التراسوند عصري او پرمختللی ماشینونه , د واکسین د ساتنی یخچالونه, د بستر چپرکټونه , کمپلې, فیزوتراپی ماشینونه, مانیتورونه , د اکسیجن ماشینونه, دفتري وسایل , د لومړنیو بیړنیو مرستو طبی بستې, طبی الکول, بیلابیل درمل او نور شامل دي .
عادل وایې ، چې له دې سره به ددوی شته ستونزې کمې شي.
د هغه په وینا، د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي چې ناروغانو ته پر وخت معیاري خدمتونه او سمه درملنه وړاندې کړي او د ناروغانو ستونزو ته رسېدنه وشي .
د طبی وسایلو او درملو مرسته په داسې حال کې کیږی چې تیره اونۍ د عامې روغتیا وزارت له لوري هم دلوګر ولایت سره د ګڼو طبي وسایلو او درملو مرسته ښوې وه.