ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«افغانستان په ۴۸ سکټورونو کې پر ځان بسیا شوی»

«افغانستان په ۴۸ سکټورونو کې پر ځان بسیا شوی»

author avatar
14 Apr 2022 - 16:54
«افغانستان په ۴۸ سکټورونو کې پر ځان بسیا شوی»
author avatar
14 Apr 2022 - 16:54

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۱): د صنایعو او کانونو خونه د هغه جدول پر اساس چې پژواک ته یې سپارلی مني چې افغانستان په ۴۸ سکټورونو کې بشپړې پر ځان بسیاینې او په ۱۹ نورو سکټورونو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی؛ خو په ورته وخت کې خبرداری ورکوي چې که د یادو سکټورونو ستونزو ته پام ونشي نو له سقوط سره به مخ شي.

افغانستان پر بهرنیو مرستو تکیه او تر ډېره وارداتي هېواد دی؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې افغانستان تېر لمریز کال ۸۶سلنه واردات او ۱۴ سلنه صادرات درلودل.

په ورته وخت کې د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي چې افغانستان په ۴۸ سکټورونو کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلی او ان د هېواد تر تقاضا د تولید ډېر ظرفیت لري.

له دې ۴۸ سکټورونو چې پر ځان بسیاینې ته رسېدلي، د بېلګې په توګه د چاپ سکټور، د مشروباتو تولید، د پایپ تولید، د پي وي سي کړکیو او دروازو تولید، کارتن جوړولو، زعفرانو تولید، المونیمي وسایلو تولید، وچې مېوې محصولات، د نفت، ګازو او اوبو د ذخایرو تولید، د مینځلو د توکو تولید، د ګازي پختې تولید او … یادولای شي.

پژواک خبري اژانس د یادو سکټورونو له ډلې له تولیدي فابریکو، د چاپ سکټور، المونیم، بسته بندۍ، کارټن جوړولو او پلاستیکي کڅوړو تولیدي فابریکو څخه په تصادفي ډول لیدنه کړې؛ د کاروبار د وضعیت، اندازې، تولیداتو او څرنګوالي د کچې په تړوا یې پوښتلي دي.

د بهیر ګروپ کارخانه له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې افغانستان کې د صنعت برخه کې فعالیت لري؛ چاپ، بسته بندي، کارتن جوړول او د کاغذ تولید هغه سکټورونه دي چې پکې تولیدات لري او افغانستان له دې برخې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د یاد ګروپ عامل مدیر نوید حکیمي وايي چې د چاپ برخه کې هره ورځ له ۲۵۰ تر ۳۰۰زره جلده کتابونو د تولید او  بسته بندۍ وړتیا لري.

د ده په خبره، افغانستان په دغه سکټور کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او ان د افغانستان د ظرفیت په پرتله ډېر تولید لري.

دغه راز حکیمي زیاتوي، د دوی د کارتن جوړولو فابریکه هره ورځ له ۳۰۰ تر ۳۵۰ زره کارتنونو تولید توان لري. په داسې حال کې چې د ده په خبره، «د افغانستان د لګښت ظرفیت ښايي ورځ کې تر ۲۰۰زره کارتنه نه وي.»

هغه زیاته کړه: ((د (A4) او (A3)کاغذونو د تولید برخه کې هم افغانستان ځان بسیاینې ته رسېدلی او ان د افغانستان د مصرف ظرفیت چې د ده په خبره، هر کال ۱۷۰۰۰ ټنه دی یوازې د دوی فابریکه کولای شي کال کې له دوه تر درې برابره یې یعنې ۵۵زره ټنه تولیدات ولري.))

په ورته وخت کې هغه د لومړي ځل لپاره قزاقستان ته د افغانستان د کاغذ صادرېدل لوی ګام بولي او وايي، دا خپله د کاغذ د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو بېلګه ده.

د هغه په خبره، د دوی د محصولاتو د تولید کیفیت هم د نړیوالو سټنډرډونو مطابق دی؛ او کولای شي له نړیوالو تولیداتو سره سیالي وکړي.

حکیمي د دوامداره برېښنا نشتون او د اومه موادو پېرلو لپاره د پېسو لېږد ستونزه افغان صنعتکارانو ته جدي خنډونه یادوي او له حکومتي مسوولینو غواړي چې د حل لپاره یې جدي توجه وکړي؛ ځکه د ده په خبره، نشي کولای په بشپړه توګه اومه مواد له داخلي سرچینو ترلاسه کړي او اړتیا ده چې له بهرنیو هېوادونو یې وارد کړي.

بل هغه سکټور چې ځان بسیاینې ته رسېدلی د المونیم او اوسپنې د تولید سکټور دی.

د المونیمي وسایلو د تولید او ویلې کېدو فابریکې مسوول عبدالرازق وايي چې د دوی فابریکه د دې وړتیا لري چې د پېرېدونکو په فرمایش له المونیمه هر ډول وسایل جوړ کړي.

د هغه په خبره، تولیدات یې په هېواد کې له سیاسي بدلون بدلون وروسته کم شوي؛ اوس مهال هره ورځ شاوخوا یونیم ټن المونیم وېلې کوي او بېلا بېل وسایل ترې جوړوي.

هغه د برېښنا او اومه موادو کموالی د خپل کار مخې ته لویې ستونزې بولي او له حکومته غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

بل سکټور چې پر ځان بسیاینې ته رسېدلی، د پلاستیکي کڅوړو/خریطو تولید دی.

یوه فابریکه چې د پلاستیکي کڅوړو بېلابېل ډولونه تولیدوي، ۳۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې او کولای شي په ورځ کې له ۲۰ تر ۲۵ ټنو پلاستیک تولید کړي.

د یادې فابریکې د تولیدي برخې مسوول باور منلی وايي، په بازار کې د تقاضا زیاتوالي په صورت کې د ورځې شاوخوا پنځوسو ټنو تولید توان لري.

د هغه په ​​خبره، د سیاسي بدلون راتلو یې پر کارونو منفي اغېز کړی؛ خو له یوې میاشتې راهیسې یې کاروبار يو ځل بیا غوړېدلی دی.

نوموړي وویل، د اومه موادو واردولو برخه کې بانکي ستونزې شته دي او په ورته مهال د برېښنا پرچوي بله ستونزه ‎ده چې له سرپرست حکومته غواړي څو ژر تر ژره یې حل کړي.

منلی دغه راز له حکومتي مسوولینو غواړي چې له ایران، پاکستان او چین څخه د محصولاتو د قاچاق مخه ونیسي څو په هېواد کې د داخلي تولیداتو ګټه اخیستنه ډېره شي.

د ویلو ده چې دغه فابریکه د تازه محصولاتو د تولید لپاره، د استفاده شویو پلاستیکونو د تبدیلولو (Recycle) وړتیا لري.

په ورته مهال د صنایعو او کانونو خونې اجرائیوي رییس رحیم الله سمندر د پر ځان بسیا سکټورونو نوملړ ته په اشارې وویل: “یاد سکټورونه د کمیت، کیفیت او بازار تقاضا له مخې، د پر ځان بسیاینې معیارونه لري.”

د هغه په وینا، د برېښنا او اومه توکو کموالی، د پیسو د لېږد او ټی ټي په برخه کې ستونزې، له عمده ستونزو دي چې صنعتکاران وروسره مخ دي او د حل په موخه یې څو ځلې له دولتي چارواکو سره ناستې کړې دي؛ خو د ده په خبره، یادې ناستې له ژمنو سره سره تر اوسه ټولې نه دي عملي شوي.

هغه ادعا وکړه چې که د افغانستان په صنعت برخه کې شته ستونزې هوارې نه شي، دغه پر ځان بسیا سکټورونه به له سقوط سره مخ شي.

د سمندر په خبره: “صنعتکاران توانېدلي چې دغه سکټورونه پر ځان بسیاینې ته ورسوي؛ اوس یې د ساتلو لپاره، د حکومت جدي ملاتړ ته اړتیا ده.”

هغه څرګنده کړه: “حکومت هڅه کوي او په لوړه کچه ژمني کېږي؛ خو په منځنۍ کچه دومره درک نشته او ان داسې باور هم نشته چې صنعت موجود دی او تولیدات هم کېږي.”

د هغه په اند، حکومت کولای شي د دوامداره بريښنا په برابرولو، بانکي ستونزو هوارولو، د صنعتي ځمکو د کرایې په کمولو، د تولید لپاره د اومه موادو  کرلو په موخه ‎ د ځمکې د وېشلو او په افغانستان کې د تولید شوو محصولاتو د واردولو مخنیوي له لارې له افغان صنعتکارانو سره مرسته او همکاري وکړي.

په ورته مهال، دی ټینګار کوي چې د داخلي تولیداتو په اړه دې عامه پوهاوی د رسنیو له لارې ډېر او د یادو تولیداتو لپاره د بازار موندنې نندارتونونه ترسره شي.

د هغه په باور، کرنې وزارت یو له مهمو سکټوري وزارتونو دی؛ خو په تېرو شلو کلونو کې یې سم فعالیت نه درلود او ان نه دی توانېدلی خپله بودیجه هم بشپړه ولګوي.

سمندر ټینګار کوي چې د افغانستان له صنعتي برخې د ښه ملاتړ لپاره باید په لومړي قدم کې سکټورونه په لومړیتوبونو ووېشل شي او له مخې یې د کار ښه کولو لپاره، د حکومت له لوري هڅوونکې بستې په پام کې ونیول شي څو پانګونې ته د صنعتکارانو لېوالتیا پیدا شي.

بلخوا، د برېښنا سوداګریز شرکت رییس عبدالرحمان رحماني وایي، دغه شرکت تل هڅه کوي چې د افغانستان د صنعت په برخه کې لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ خو زیاته یې کړه چې د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده او برېښنا شرکت په دې برخه کې خلاص لاس نه لري.

له پرله پسې اړیکو سره سره مو ونه شو کولای د صنعتکارانو ستونزو په اړه د افغانستان د مرکزي بانک نظر تر لاسه کړو.

Views: 230

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.