کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۱): اسرائیلي پوځیانو د جمعې ورځ پر اقصی جومات برید کړی او ۱۵۲ لمونځ کوونکي یې ټپیان کړي دي.
د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي چې د دې پېښې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي پوځیانو سهار مهال پر جومات برید وکړ، لمونځ کوونکي یې وایستل او جومات یې بند کړ.
عربي رسنیو خبر ورکړی چې د روژې میاشتې له پیل راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د فلسطینیانو او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ کړکېچ روان و چې له امله یې تر اوسه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه راز په ځوابي بریدونو کې هم د درېیو پولیسو په ګډون ۱۴ یهودان وژل شوي دي.
د فلسطین د حماس ډلې د اسرائيلو ياد برید غندلی او ګواښ یې کړی چې غچ به یې اخلي.
بلخوا د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د اسرائیلي پوځیانو دغه برید په کلکه غندلی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن