[restrict paid="true"]
غزني ښار (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۱): د غزني اوسېدونکي له نوي سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د هغو رغنیزو پروژو درېدلي کارونه بېرته پیل کړي چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې او اوس نیمګړې پاتې دي.
هغوی زیاتوي که د دغو نیمګړو پروژو کارونه پیل شي، نو له یوه پلوه به خلکو ته کار پیدا شي او له بلې خوا به خدمات ورته وړاندې شي.
د غزني ښار اوسېدونکي شېر احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر حکومت پر مهال په دغه ولایت کې د ځینو لویو او وړو رغنیزو پروژو کارونه پيل شوي وو چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته درېدلي او نیمګړي پاتې دي.
هغه له نوي سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د دغو نیمګړو پروژو کارونه دې بیرته پيل کړي.
د ده په خبره، په دې توګه به د پروژو د ویجاړېدو مخنیوی وشي، بې کاره خلکو ته به کار وموندل شي او په بشپړېدو به یې خلکو ته خدمات وړاندې شي.
محمد اشرف د غزني ښار له هغو اوسېدونکو دی چې په تېر حکومت کې په رغنیزو پروژو کې یې د کارمند په توګه کار کاوه؛ خو د پروژو د کارونو له درېدو سره دی هم بې کاره شوی دی.
نوموړي پژواک ته وویل، که اوسنی حکومت د نیمګړو پروژو کارونه بیا پیل کړي نو د خلکو اقتصادي وضعیت به ورسره ښه شي.
بلخوا د غزني ولایتي اداره وايي، د نوي حکومت په راتګ د نورو کارونو تر څنګ د بیارغونې کارونو ته هم پاملرنه شوې ده.
د دغه ولایت د والي ویاند حافظ عمر غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل، ولایتي اداره هڅه کوي چې د نیمګړو پروژو د کارونو بیا پیلولو په اړه له مرکزي ادارې سره خبرې وکړي او بودیجه ورته پیدا کړي.
دی وايي، د غزني اوسېدونکي به ژر د پرمختګ شاهدان واوسي.
په غزني ښار کې د ښاروالۍ له خوا د ۵ ا رهایشي بلاکونو جوړول، د ښار په منځ کې د اسلامي ثقافت مرکز ته نژدې د دولتي سونا جوړېدل چې ۸۰ سلونه یې کارونه شوي، د دولتي جمنازیوم جوړول چې کارونه یې ۷۰ سلنه بشپړ شوي، د غزني لپاره لویه سړه خونه او په لسګونو نورې وړې او لویې پروژې د یادولو دي چې د تېر حکومت پر مهال یې کارونه پیل شوي وو؛ خو له سیاسي بدلون وروسته یې کارونه په ټپه درېدلي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP