Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پنجشیر کې سېلابونو ډېر زیانونه اړولي دي

پاراخ (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د پنجشیر ولایت په شتل ولسوالۍ کې سېلابونو د موټرو یو پل، د سړک ځينې برخې، ۹ هټۍ، ۱۲ واړه او لوی کانالونه، یوه برقي ژرنده او د اوبو یوه زیرمه ویجاړه کړې ده.

د پنجشیر د ا اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نصرالله ملکزاده د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه زیانونه تېره ورځ یاد ولایت کې د سېلابونو د راوتلو په پایله کې رامنځته شوي دي.

هغه وویل، د دغو سېلابونو له امله، د « شتل کورابه» سیمه کې د یاد ولایت لویه لاره بنده شوې وه، خو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له خوا تر پنځو ساعتونو وروسته بېرته پاکه او د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

هغه زیاته کړه، یاد ریاست د کانالونو د پاکولو لپاره هم  پر یوه پروګرام کار کوي.

د شتل ولسوالۍ یو اوسېدونکی احمدالله وایي: «په شتل کې د تګ راتګ او د موټرو لاره بنده ده؛ د اوبو ډېر کانالونه تخریب شوي؛ د خلکو کښتونه اوبو ته اړتیا لري؛ حکومت دې زموږ د کانالونو او سړکونو د پاکولو په برخه کې پاملرنه وکړي؛ ځکه چې دغه کار د خلکو له وسه پورته دی.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.