هرات ښار (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې ځينو دیني عالمانو او کروندګرو د حکومت له هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې پر اساس یې د کوکنارو کرل منع شوي؛ خو له حکومته یې د کوکنارو د بدیل کښت د امکاناتو برابرولو غوښتنه هم وکړه.
ځينو دیني عالمانو د کوکنارو کرل د اسلام له نظره منع او حرام وبلل.
د هرات یوه دیني عالم مولوي معصوم عزیزي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې په هېواد کې د میلیونونو نشه یانو شتوالی، په تېرو کلونو کې د نشه يي توکو د کښت پایله ده.
نوموړي ټينګاروکړ، په دې وروستیو کې د کوکنارو د نه کرلو په اړه صادر شوی فرمان د ټولنې او خلکو یوه تمه وه.
خو له بلې خوا، د هرات کروندګر بیا د کوکنارو د بدیل کښت غوښتنه کوي.
د هرات یوه کروندګر صفدر پژواک ته وویل: «له اسلامي امارته خوښ یو چې د کوکنارو کرل یې منع اعلان کړل؛ د هغه پر ځای دې یو بل کښت وښیي څو وکولی شو حلاله روزي لاسته راوړو.»
هغه وایي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د الویرا، غوزانو او زعفرانو کښت ښه نتیجه ورکړې او دولت باید په دې برخه کې له کروندګرو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
په دغه حال کې د هرات د ګذرې ولسوالۍ یوه کروندګر میر احمد وویل چې هر کال پیاز، غنم، بادرنګ او نور سبزیجات کري؛ خو د بازار نشتوالي له امله د ګټې پر ځای تاوان کوي.
نوموړي وویل: «له دې وروسته کوکنار نه کرم؛ خو حکومت باید د بدیل کښت زمینه موږ ته برابره کړي اوهم زموږ تولیدات بازار ولري.»
هغه له حکومته د معیاري سړو خونو جوړولو غوښتنه وکړه؛ څو حاصلات یې له منځه لاړ نشي.
په دې ډله کې ځیني روږدي کسان هم ټينګار کوي چې د نشه يي توکو کارول یې ژوند برباد کړی دی.
میر حمزه چې ۱۵ کاله کېږي په نشه یي توکو روږدی دی، پژواک ته وویل چې د نشه یي توکو بندېدل د دې لامل کېږي چې نور څوک دغو توکو ته لاسرسی ونه لري او په دې ډول به د روږدو شمېر هم کم شي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم الحق حقاني هم پژواک سره په خبرو کې وویل، د خپل رهبر فرمان به د یاد ولایت په ښار او ولسوالیو کې په بشپړ ډول تطبیقوي.
د یادونې ده، حکومت د وري په ۱۴ مه د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو او هر ډول نشه یي توکو کښت او قاچاق په «مطلق» ډول منع اعلان کړ.
د یاد فرمان له مخې، له سرغړونکو سره به د اسلامي شریعت مطابق چلند وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP