اټلانټا (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۱) : روسیې د امریکا د متحدو ایالتونو پر هغې پریکړې اعتراض کړی چې د افغانستان چورلکې یې یوکراین ته ورکړې دي.
تر دې مخکې امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د کابل تر سقوط وروسته د افغانستان یو شمیر چورلکې یوکراین ته د ترمیم لپاره لیږدول شوې وې.
خو اوس امریکایي چارواکو ویلي چې دغه چورلکې بیرته افغانستان ته نه لیږدول کیږي او یوکراین ته یې سپارلي دي چې د روسیې پر ضد جګړه کې ترې استفاده و کړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره اوونۍ په یو راپور کې ویلي و چې متحده ایالاتو ۱۶ نظامي چورلکې چې د افغانستان د مخکني حکومت پوځ ته یې پیرلې وې، یوکراین ته سپاري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن