منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

روسیې د امریکا لخوا د افغانستان چورلکې یوکراین ته پر ورکولو اعتراض وکړ

Javid Hamim
· ۲ دقیقې لوستل · ۳۳۵ کتنې

اټلانټا (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۱) :  روسیې د امریکا د متحدو ایالتونو پر هغې پریکړې اعتراض کړی چې د افغانستان چورلکې یې یوکراین ته ورکړې دي.

تر دې مخکې امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د کابل تر سقوط وروسته د افغانستان یو شمیر چورلکې یوکراین ته د ترمیم لپاره لیږدول شوې وې.

خو اوس امریکایي چارواکو ویلي چې دغه چورلکې بیرته افغانستان ته نه لیږدول کیږي او یوکراین ته یې سپارلي دي چې د روسیې پر ضد جګړه کې ترې استفاده و کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره اوونۍ په یو راپور کې ویلي و چې متحده ایالاتو ۱۶ نظامي چورلکې چې د افغانستان د مخکني حکومت پوځ ته یې پیرلې وې، یوکراین ته سپاري.

د ورځپاڼې په راپور کې د دې چورلکو د نوعیت په هکله ویل شوي دي چې(MI-17) دي او دا چې د افغانستان د مخکني هوایي ځواک پیلوټان یې د ګټې اخیستو سره ښه بلد و، متحده ایالاتو دا الوتکې د روسیې څخه پیرلې وې.

په راپور کې ویل شوي دا چې د دې الوتکو پیسې امریکا ورکړي نو په همدې خاطر د دفاع وزرات یا پنټاګان د تیر کال په وروستیو میاشتو کې کانګرس ته خبر ورکړ چې دا الوتکې د امریکا په مالکیت کې راځي.

خو د روسیې د ټاس خبري اژانس د روسیې د فدرالي خدماتو په ادارې کې د نظامي او فني همکاریو څانګې په حوالې ویلي چې دې ادارې د متحده ایالاتو پر دې اقدام اعتراض کړی او هغه یې د قانون خلاف بللی.

دې ادارې ویلي چې د چورلکو د پلور په قرارداد کې ویل شوي چې دا الوتکې به د امریکایانو لخوا د افغانستان وسله والو ځواکونو ته سپارل کیږي او د روسیې د اجازې پرته دا الوتکې د افغانستان پرته بل هیواد نه نشي ورکول کیدی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه