ژبه

هلمند کې داختر پر مهال ۱۵ ترافیکي پېښې رامنځته شوې

لښکرګاه (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۱) : د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې داختر د څلورو ورځو په جریان کې ۱۳  ترافیکي پېښې رامنځ ته شوي.

دهلمند د اطلاعاتو کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښې د ځوانانو د بې احتیاطۍ له امله ګڼ شمیر ترافیکي پیښې رامنځته شوې دی.
هغه زیاته کړه، چې په دغه ترافیکي پيښو کې یې ډیری یواځې په سنګین ولسوالۍ کي رامنځته شوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په دې  ترافیکي پیښو کې شاوخوا ۱۵ کسان ټپیان شوي خو چا پکې خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی.

 

ورته موضوع