جلال اباد (پژواک، ١٩ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې کېدو دوی له ستونزو سره مخ کړي او پر حل کېدو یې ټینګار کوي.
دوی وايي، د ورځې له خوا په جلال اباد کې د څو ساعتونو لپاره د برېښنا نشتوالي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت د څرګندونو له مخې، د روانې غويي میاشتې په ۹مه د شپې له خوا د پروان ولایت د جنوبي سالنګ په تاخمه نومې سیمه کې د ازبکستان وارداتي برېښنا دوه ستنې پر بمونو ویجاړې شوې دي چې له کبله یې د کابل په ګډون د ١١ ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند الفت مېنې اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې هره ورځ تر درېيو ساعتونو د برېښنا پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: «کور مې تنګ دی، هوا په کې نه چلېږي او کله چې برېښنا نه وي نو ګوزاره کول په کې ډېر سخت کار دى.»
دغه راز د څلورمې ناحيې اړوند د څلوېښت متره سړک سيمې يوه اوسېدونکي رحيم ګل هم پژواک ته وويل چې د برېښنا نشتوالي له امله هره ورځ د کورنۍ يو غړی یې ناروغېږي.
دی غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د برېښنا پايې ورغول شي او وارداتي برېښنا دې بېرته وصل شي.
د ننګرهار د برېښنا رياست چارواکي هم مني چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا د پرې کېدو له امله په جلال اباد ښار کې پرچاوي ډېره شوې ده.
د ننګرهار برېښنا رياست عملياتي مرستيال انجينر حامد قريشي پژواک اژانس ته وويل چې د شپې له مخې ستونزه نه وي؛ خو د برېښنا د کموالي له امله په هره سيمه کې د درېيو ساعتونو لپاره برېښنا پرې کېږي.
دی وايي، کله چې وارداتي برېښنا بېرته وصل شي نو دغه ستونزه به ورسره حل شي.
د برېښنا رياست د دغه مسوول د معلوماتو له مخې هڅې روانې دي چې پروان کې د برېښنا الوځول شوې پايې ژر تر ژره ورغول شي او د برېښنا ستونزه د ننګرهار په ګډون په ټولو ولايتونو کې حل شي.
د پروان ولايت چارواکو ويلي چې د وارداتي برېښنا پايو د الوځولو په تور يې دوه کسان نيولي او د برېښنا شرکت فني کارکوونکي شپه او ورځ د پايو بېرته رغولو برخه کې کار کوي.
دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت له خلکو غوښتي چې د برېښنايي تاسيساتو د خوندي ساتلو په برخه کې دې له سيمه ييزو امنيتي مسوولينو سره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP