[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د الجزیرې نړیوال ټلوېزیون ويلي چې د اسرائیل پوځ د اردن سیند په لوېدیځه څنډه کې د دوی یوه خبریاله شېرین ابو عاقله په قصدي ډول وژلې ده.
۵۱ کلنه ابو عاقله فلسطينۍ الاصله امریکایۍ او د الجزیرې شبکې پخوانۍ خبریاله بلل کېده.
د امریکا غږ د راپور له مخې، الجزیرې ټلوېزیون ویلي، اسرائیلي ځواکونو یاده خبریاله قصدآ په نښه کړې او وژلې ده. ابو عاقله په لویدیځه څنډه کې د «جنین» په کمپ کې د اسرائیل د پوځ د چاپې او ناامنۍ په اړه په راپور جوړولو بوخته وه چې وېشتل شوې ده.
خو د اسرائیل لومړي وزیر نفتلي بینیټ ويلي، داسې ښکاري چې هغه د فلسطینیانو له خوا پر ډزو وژل شوې ده.
الجزیرې دغه راز ویلي چې یو بل پروډیوسر یې علي الصمودي هم په برید کې ژوبل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس یوه عکاس ويلي، پر ابو عاقلې په دا حال کې برید شوی چې د مطبوعاتو نښان لرونکې جامې یې پر ځان وې.
هغه زیاته کړې چې د اسرائیل پوځ په سیمه کې ډزې کولې او ویې لیدل چې ابو عاقله په ځمکه پرته وه. نوموړي دغه راز ویلي چې د ابو عاقلې د وژل کېدو پر مهال په سیمه کې فلسطيني جنګیالي نه لیدل کېدل.
د اسرائیل پوځ مني چې دوی په دغه کمپ کې عملیات کړي خو دا نه مني چې قصدآ دې خبریاله/ خبریال په نښه کړي وي او وايي چې په سیمه کې د مشکوکو کسانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله کېدې او «دوی دا قضیه پلټي او د فلسطیني وسله والو په ډزو کې د خبریالانو د لګېدو امکاناتو ته کتنه کوي.»
د اسرائیل پوځ یوه چارواکي د فرانسې خبري اژنس ته ویلي: «پوځ دقیقآ خبریالان نه په نښه کوي.»
د الجزیرې شبکې یوه اعلامیه کې ویل شوي: «د اسرائیل اشغالګرو ځواکونو په فلسطین کې د الجزیرې خبریاله په سړه سینه وژلې ده.»
الجزیرې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د «خبریالانو د قصدي وژلو له کبله» د اسرائیلو له ځواکونو سره حساب او کتاب وکړي.
د فلسطین یوه چارواکي حسین الشیخ ویلي چې اسرائیلو لا له دوی سره د کومې ګډې پلټنې په اړه تماس نه دی نیولی او اسرائیل یې د شېرین ابو عاقلې د وژلو «مسئول» بللی دی.
په همدې حال کې په اسرائیل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر تامس نایدیس د دې پېښې په اړه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.
بلخوا د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي ځواکونو له لوري د الجزیرې د خبریالې شېرین ابو عاقلې قصدي وژنه پر کلکو ټکو غندلې ده.
دغه وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، اسرائیل د بيان پر آزادۍ په بريد سره غواړي چې په فلسطیني ولس د دوی ظلمونه نړۍ ته څرګند نه شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP