کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په پنځه ورځني سفر هند او ازبیکستان ته ځي او هلته به له چارواکو سره د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا او سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
رویټرز راپور ورکړی چې روبیو به د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ خپل سفر پیل کړي او په ترڅ کې به یې د ازبیکستان سمرقند او د هند ممبۍ او جامنګر ښارونو ته ولاړ شي.
د راپور له مخې، روبیو به په هند کې د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري او د سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا د امکاناتو په اړه به خبرې وکړي.
د راپور له مخې، روبیو به د دغه سفر په بله برخه کې په ازبیکستان کې د دغه هېواد له چارواکو او د قزاقستان، تاجیکستان، ترکمنستان او قرغیزستان له استازو سره هم وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روبیو به د سوداګرۍ د برخې له څه باندې ۲۰۰ مشرانو څخه د جوړ شوي پلاوي مشري هم وکړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیز سوداګریز تړون د وروستي کولو له اوږدمهالو هڅو سره سره، دغه بهیر یو ځل بیا له ځنډ سره مخ شوی دی.
رویټرز لیکلي چې د امریکا او هند اړیکې په تېر یوه کال کې د ځینو مسایلو له امله له کړکېچونو سره مخ شوې دي؛ په دغو مسایلو کې د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د منځګړیتوب تکراري ادعاوې او عمان ته نږدې پر یوې بېړۍ د امریکا پوځي برید شامل دي چې په پایله کې یې درې هندي بېړۍچلوونکو ژوند له لاسه ورکړی و.