ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل د «شیرم» سیمې خلک د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي

د سرپل د «شیرم» سیمې خلک د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
16 May 2022 - 12:58
د سرپل د «شیرم» سیمې خلک د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
16 May 2022 - 12:58

سرپل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): د سرپل ولايت «شیرم» سیمې اوسېدونکي وایي،  له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د څښاک اوبه نه لري او يوه بوشکه اوبه له ٢٥ تر ٣٠ افغانیو پېري.

دوی وايي، دا سیمه د سرپل ولایت له مرکزه شاوخوا ۹۰ کیلومتره واټن لري.

د دغو خلکو په وینا، مخکې به یې د باران اوبه په حوضونو کې ذخیره کولې او د څښلو لپاره به یې ترې استفاده کوله؛ خو اوس يې حوضونه ويجاړ شوي او خلک د څښاک اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

د دغه ولايت مرکز اړوند شيرم سیمې د «الاسګر» کلي د پراختيايي شورا رییس عبدالبشير پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى له کلونو راهيسې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

ده وویل: «شل کاله کېږي چې د شیرم خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي؛ مخکې به خلکو له ډنډونو چې د باران اوبه په کې ذخیره کېدې، د څښاک اوبه ترلاسه کولې.»

نوموړي زياته کړه، د وخت په تېرېدو سره دغه ډونډونه له منځه تللي او اوس خلک د سرپل ښار له شاوخوا کليو یوه ۲۰ لېټره بوشکه اوبه له ۲۵ تر ۳۰ افغانیو  پېري.

د هغه په وینا، په تېرو ۲۰ کلونو کې يې څو ځلې دغه ستونزه له سیمه ییز حکومت او موسسو‎سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې ستونزه نه ده هواره شوې.

د شیرم سیمې د الاسګر کلي بل اوسېدونکي ملا ضياءالدين هم وويل، حکومت بايد د دوى ستونزه هواره کړي.

هغه وايي: «موږ دا مهال د څښاک اوبه د پیسو په بدل کې اخلو، له اسلامي امارته غواړو چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.»‎

بلخوا، د دغه ولایت مسوولین وایي، حکومت به خلکو ته د څښاک پر پاکو اوبو سربېره عامه خدمتونه هم وړاندې کړي.

د سرپل د والي ویاند ابراهیم مکلف وویل: «د اسلامي امارت د نظام دنده ده چې د شیرم او نورو سیمو خلکو ته چې د اوبو په ګډون نورو عامه خدمتونو ته اړتیا ولري، ورته وړاندې یې کړي او موږ به د خلکو دغه ډول ستونزو ته رسېدنه کوو.»

د سرپل ولايت د کليو پراختيا رييس داملا جمعه حقيار هم د څښاک اوبو نشتوالي برخه کې د شیرم سیمې اوسېدونکو ستونزه تاییدوي او وایي، په ياده سيمه کې څه باندې ۷زره کورنۍ اوسېږي چې څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.

ده زیاته کړه: «د کلیو پراختیا ریاست د سرپل په شیرم او نورو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو نشتوالي ستونزې د حل لپاره چې د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري، د ماشومانو د ملاتړ له موسسې، له اکتید دفتر او د روغتیا نړیوالې موسسې له پلاوي مرسته غوښتې ده.»

نوموړي وویل، ‎د روغتيا نړيوالې موسسې د اوبو د ١٥٠٠ ټانکرونو او اکټید موسسې د ۳زره ټانکرونو مرستې ژمنه کړې ده.

هغه په شيرم سيمه کې د څښاک پاکو اوبو نشتوالي لامل د سيمې غرنی طبعیت وباله او ويې ويل چې هلته ژورې څاګانې نتیجه نه ورکوي.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.