Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې له ۵۰۰ ډېرو روغتیايي کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل شوي

غزني (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): په غزني ولایت کې د افغانستان تغذیې او کورني اقتصاد د انسټیټیوټ له‌خوا، د یونیسف په مالي مرسته د سلګونو روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه پیل شوي دي.

په دغو ټرېنینګونو کې به روغتیايي کارکوونکي د راتلونکو نسلونو د لنډې ونې او خوارځواکو ماشومانو د زېږېدنې د مخنیوي، د ماشومانو د ځیرکتیا لوړوالي او په ښځو کې  د سینې سرطان د مخنیوي د لارو چارو په اړه روزنه تر لاسه کړي.

د دغه روزنیز پروګرام مشر ډاکټر لطف احمد جلالزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو پروګرامونو کې ډاکټران، نرسان، قابلې او د خوارځواکۍ په اړه مشورې ورکوونکي کسان شامل دي چې له دغه ټرېنینګ اخیستلو وروسته به د ولایت او ولسوالیو په بېلابېلو روغتیايي کلینیکونو او روغتونونو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

دی زیاتوي، په ټولیزه توګه به په دغو روزنیزو پروګرامونو کې په ګروپي شکل ۵۶۱ کسان وروزل شي.

نوموړی زیاتوي: «ډېر تمرکز پر دې کېږي څو مېندو ته پوهاوی او مشورې ورکړو چې د امیدوارۍ او شېدو ورکولو پر مهال څه ډول خپل ځان او ماشوم ځواکمن وساتي.»

روغتیا پالان پر دې باور دي چې له دغه راز ستونزو سره د افغانستان هغه اوسېدونکي ډېر مخ کېږي چې له فقر او بېوزلۍ سره مخ دي.

د دغه پروګرام یو ټرېنر ډاکټر ولي زاده دغه پروګرامونه ګټور او اغېزناک ګڼي او وايي په دې توګه به ډاکټران، نرسان او روغتیايي کارکوونکي وکولای شي په خپلو برخو کې کار وکړي او د یادو شوو ناروغیو کچه راټیټه کړي.

سمین نازنین د غزني د مقر ولسوالۍ د ملکي روغتون ډاکټره ده چې په دغه روزنیز پروګرام کې یې برخه اخیستې ده.

نوموړې وايي، په مربوطه برخو کې ډېر څه یې زده کړل او کولای شي چې نور کسان هم پرې وپوهوي.

هغې زیاته کړه: «کولای شو مېندې د خوراکي توکو په ارزښت پوه کړو او هغوی ته ووایو چې تاسې چې په کور کې کومه غذا مثلاً هګۍ، شېدې، مستې، چکه او کورت لرئ نو دا ښه په منظمه توګه وخورئ، دغه راز د ماشومانو د زېږون ترمنځ واټن باید تر دوو کاله زیات وي او کم نه وي.»

بصیره چې د قابله ګۍ زده کړې یې کړې او اوسمهال یې په دې روزنیز پرګرام کې ګډون کړی دا پروګرام ډېر ګټور ګڼي.

دا وايي، له ټرېننګ وروسته بېلابېلو ساحو ته ځي څو خلکو ته روغتیايي تعلیمات ورکړي.

روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران باور لري چې د ماشومانو خوارځواکي، ټیټه ونه او تر څنګ یې په ښځو کې د سینې سرطان په افغانستان او د نړۍ په هغو هېوادونو کې ډېر دی چې اقتصادي وضعیت خراب دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.