Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې ترافیکي پېښه؛ شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

زابل کې ترافیکي پېښه؛ شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
22 May 2022 - 12:11
زابل کې ترافیکي پېښه؛ شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
22 May 2022 - 12:11

کلات (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د زابل د ترافیکو مدیر ملا احمدالله نافذ پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار د کلات اړوند د جلدک په هزارتک سیمه کې د کرولا او مازدا موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه: «له سپرلیو ډک کرولا موټر له کندهاره زابل ته پر لاره و چې د کلات اړوند د جلدک په هزارتک سیمه کې یې له بار وړونکي مازدا موټر سره ټکر کړی، په دې پېښه څلور کسان مړه شوي، دوه نور ټپيان دي.»

د ده په خبره، د پېښې ټپيان او مړي د زابل ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

نوموړي وویل، د دې پېښې چې د لومړیو معلوماتو له مخې، د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله شوې، څېړنه کوي.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې له ملامت پېژندونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د زابل ولایتي روغتون سرطبیب، ډاکټر نذیراحمد حریفال پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې له ځایه د یوې ښځې په ګډون څلور مړي او دوه ټپیان ور وړل شوي دي.

دی وايي، د ټپیانو درملنه پیل شوې او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د کابل- کندهار لار- چې له زابله تېرېږي- د تېرو جګړو او بار وړونکو موټرو د درنو بارونو له امله خرابه شوې چې وخت ناوخت پرې دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.